په درېيو ولایتونو کې ۳۸۳ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۵۰
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست ولایتي آمریتونو، د شوال د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ ۳۸۳ تنو ته په درېيو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

په دغو برنامو کې چې په جوزجان، کندز او سمنګان ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.

د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS