په جوزجان ولایت کې ۱۳ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې او عریضه ليکنې د فعالیت جوازونه وویشل شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۰:۶
.

د جوزجان ولایت عدلیې ریاست د جمادي الثاني د مياشتې په ۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ ۱۳ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جوازونه او د عریضه ليکنې جوازونه وویشل.

په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د یاد ولایت د عدلیې رياست په مقر کې جوړ شوي وو، د جوزجان ولایت عدلیې رئیس مولوي امرالله مصلح او نورو مسؤولینو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې د جواز ۶ تنو او د عریضه ليکنې  د جواز ۷ تنو غوښتونکو د اصولي مرحلو له تېرولو وروسته جوازونه ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS