په جوزجان ولایت کې څه باندې د ۴۰۰ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۴۲
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې د موضوعاتو په اړه له بحث څخه وروسته، د خواجه دوکوه ولسوالۍ د دښتې په ساحو کې کابو ۴۲۱ زرو ۸۲۰.۸۴ جریبه امارتي ځمکه، د مرکزي کمېسیون د پریکړې پر بنسټ استرداد شوه او د راتلونکو اجراآتو او د ځمکو په بانک کې د یادې ځمکې د ثبت په هکله لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

په یاده ناسته کې، د جوزجان ولایت د مرکز په توکل آباد کلي کې د ۵۶ جریبه او ۷ بسوې امارتي ځمکې او په ملاخیل علیزي کلي کې د ۵۱ جریبه او ۴ بسوې نورې امارتي ځمکې بشپړ شوې څېړنې راپور بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو.

په پایله کې، تخنیکي هیئت یادې شوې ځمکې امارتي تثبیت او تشخیص کړې او د هغې راپور یې تایید کړ او د دغه هیئت سکرتریت ته يې دنده وسپارله چې یاد راپور له ټولو ضمایمو سره یوځای د وروستي تصمیم نیونې په غرض مرکزي کمېسیون ته واستوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS