په جوزجان ولایت کې د ۱۲۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۳
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په قزل اياق کلي کې د اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې او د مرکز اړوند په ګلبهار لالا کوت کلي کې د څلور سوه اویا (۴۷۰) جریبه ځمکو په اړه بحث او خبرې وشوې.
تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په قزل اياق کلي کې د اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کميسيون ته واستول شي همدارنګه، د مرکز اړوند په ګلبهار لالا کوت کلي کې د څلور سوه اویا (۴۷۰) جریبه ځمکې په اړه املاکي څېړنې ترسره شي.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS