په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۸ زره جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۲
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په خواجه برهان کلي کې د اته دېرش زره دوه سوه نهه شپېته (۳۸۲۶۹) جریبه ځمکې او د جګدلک ساحې په ککرتک جر کلي کې د څه باندې دوه سوه ديارلس (۲۱۳) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS