په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۲۲
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس  او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ اړوند په علي آباد کلي کې څه باندې یو سلو اویا (۱۷۰) جریبه ځمکه، د شبرغان ښار په صوفي قلعه کلي کې څه باندې پنځه ويشت (۲۵) جریبه ځمکه او په خواجه دوکوه او قرقين ولسواليو کې څه باندې اته (۸) جریبه ځمکه چې له دې وړاندې امارتي تثبیت او تشخیص شوې وې د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کميسيون د پرېکړې په اساس استرداد کړې او د ځمکو په بانک کې یې د ثبت په موخه د کرنې رياست ته تسليم کړې. 
همدارنګه، په دې ناسته کې د جوزجان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS