په جوزجان ولایت کې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د ۲۵۰۰ جریبه ځمکې بررسي

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۳۶
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د والي د مرستیال په مشرۍ او د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره د یاد ولایت د والي د مرستیال په کاري دفتر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې میاشتې په اوږدو کې د خپل فعالیتونو او لاسته راوړنو یو میاشتنی راپور د یاد ولایت د والي مرستیال ته وړاندې کړ. د دغې میاشتې له وړاندې شوي راپور سره سم، د شبرغان د مرکز په سه شنبې کلي کې ۱۷۰۰ جریبه ځمکه او د جوزجان ولایت په خواجه دو کوه ولسوالۍ کې ۸۰۰ جریبه نوره ځمکه بررسي شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ د پل خراسان سیند د حریم ساحه له پاپلین څخه تر خواجه دو کوه ولسوالۍ، د شبرغان د مرکز په آلتي خواجه او صوفي قلعه ساحو کې د تور سیند حریم، په خانقاه ولسوالۍ کې علیلي وطني کلی، د شبرغان ښار په مرکز کې جګدلک کلی او د شبرغان ښار د مرکز د بابه علي کلي اړوند د خروټي اول ناقلینو د ځمکه والۍ ساحه د دغه هیئت بررسۍ لاندې ده.

د جوزجان ولایت د والي مرستیال د یاد ولایت د تخنیکي هیئت له کړنو او فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او په دغه ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي په برخه کې له تخنیکي هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS