په تېرو درېنیمو کلونوکې ۵۸۹۰ تنو بېوزلو شکمنو او تورنو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کېدل

بېوزلو شکمنو او تورنو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کول او ټولو غوښتونکو ته د وړیا حقوقي مشورو ورکول د عدليې وزارت له کلیدي دندو څخه دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته مهم فعالیتونه ترسره شوي دي.
یاد وزارت په تېرو درېنیمو کلونوکې ۵ زرو ۸۹۰ تنو بېوزلو شکمنو او تورنو ته په جزایی اوحقوقي قضیو کې وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په عدلي او قضايي بنسټونو کې يې له هغوی څخه دفاع کړې ده.
همداراز د عدلیې وزارت د نارینهوو، ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ زرو ۲۷۰ تنو هېوادوالو ته په جزايي او مدني موضوعاتو کې وړیا حقوقي مشورې وړاندې کړي دي.
یاد وزارت په هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د هېواد په کچه په ښوونځیو، مدرسو، محبسونو او نورو ځاینونو کې د عامه حقوقي پوهاوي د ۲ زرو ۶۸۴ برنامو په جوړولو سره نږدې ۳۵۰ زرو تنو هېوادوالو ته چې نارینه، ښځینه او ماشومان په کې شامل دي د بېلابېلو برخو لکه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرامین، په اسلامي روحیه د ماشومانو تربیه، د شکمن او تورن حقوق، نشهيي توکي او شریعت کې د هغو احکام، د ځمکو له غصب څخه مخنیوی او نورو مهمو حقوقي او شرعي موضوعاتو په هکله پوهاوی ورکړی دی.