په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۳ زره کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۳۶
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان کال د شوال میاشتې په ترڅ کې، د ۱۴۶برنامو په جوړولو سره ۳۳ زره او ‍۱۴۰ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.
یادې برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ترسره شوې، چې له ډلې یې ۶ زره او ۴۵  تنه په غزني، ۵ زره او ۶۱۳ تنه په بلخ، ۴ زره او ۶۸۵ تنه په پکتیکا او پاتې نور په بېلابېلو نورو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دې پوهاوي برنامو کې ګډونوالو ته شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د اسلامي شريعت له نظره پر ماشومانو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او په اسلامي شريعت کې د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۰
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۵۵
Background image

په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS