په تېره يوه مياشت کې د عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۲۴۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شوی دی

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۱۲
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د  چارو ریاست نظارتي پلاوي د تيرې میاشتې په اوږدو کې عریضه لیکونکو او معاملاتو لارښوونو له ۲۴۴ دفترونه تر نظارت لاندې نیولي او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړي دي.
د یاد نظارت په ترڅ کې،  د عریضه لیکونکو ۶ دفترونه او د معاملاتو لارښوونې ۱۴ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي. همدارنګه، د نورو دفترونو په فعالیتونو کې موجودې ستونزې مشخصې شوې او د حل په برخه کې یې لازمې توصیې شوې دي.
دغه راز، د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې د جواز  ۴۰ تنو غوښتونکو ته نوي جوازونه ويشلي او ۷۱ نور جوازونه یې تمديد کړي دي. همداراز، د عریضه لیکنې په برخه کې، ۲۳ کسانو ته نوې جوازونه ورکړي او د ۳۱ تنو نورو جوازونه یې تمديد کړي او د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له  ۲۹ غوښتونکو څخه یې هم ازموینه اخيستې ده.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې له اړوندو برخو څخه نظارت او څارنه ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعاليتونو مخه ونيسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS