په تېره میاشت کې د هرات عدلیې ریاست لخوا د معاملاتو لارښوونې ۷۶ جوازونه وېشل شوي

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۳:۴۱
.

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه‌لیکونکو مدیریت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذی‌القعدې میاشتې په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۷۶ نوي جوازونه او ۵۰ تمديدي جوازونه له قانوني مراحلو تېرولو وروسته غوښتونکو ته وېشلي دي.
د دغو جوازونو د وېش په مراسمو کې د عدلیې ریاست مسؤولینو د معاملاتو لارښوونې له جواز غوښتونکو څخه وغوښتل چې د قانون او اصولو مطابق خپل فعالیتونه پرمخ یوسي، له جعل، فساد او غیرقانوني فعالیتونو ډډه وکړي، په خپلو فعالیتونو کې له اخلاص او امانت دارۍ څخه ګټه پورته کړي او له خلکو سره دې نيک چلند وکړي.
همداراز، د معاملاتو لارښوونې جواز غوښتونکو  ډاډ څرګند کړ چې خپلې چارې به د اصولو او مقرراتو له مخې پرمخ وړي او خلکو ته د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو برخه کې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS