په بلخ ولایت کې له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
.

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو په فعاليتونو کې یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت په دوامداره توګه د هېواد په شمال ولایتونو کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

په پکتيا ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS