په بلخ ولایت کې د څه باندې ۱۶ زره جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۸:۳۸
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې د څوارلس زره پنځه‌سوه دوه شپېته (۱۴۵۶۲) جریبه ځمکې، د مزار شریف ښار اړوند په نهمه ناحيه کې د شهيد بلخي ښارګوټي اته سوه اته (۸۰۸) جریبه ځمکې، په دشت شور ساحه کې د هاشمي ښارګوټي څه باندې شپږه سوه اتيا (۶۸۰) جریبه ځمکې او د شولګرې ولسوالۍ اړوند په بابه عوض کلي کې د څه باندې نهه پنځوس (۵۹) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۴
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفت. . .

BACK TO NEWS