په بلخ ولایت کې د «نصرت آباد» ښارګوټي په نوم څه باندې ۳۵ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۸
.

د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې د «نصرت آباد ښارګوټي» په نوم د ۲۳۵.۶ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې د یاد ښارګوټي ۳۵.۶ جریبه ځمکه امارتي ده.

دا ځمکه په دوو قطعو ځمکو کې چې لومړۍ قطعه یې ۲۰۰ جریبه او دوهمه قطعه یې ۳۵.۶ جریبه ځمکه کېږي د بلخ ولایت د مرکز، مزارشریف ښار د لسمې ناحیې په سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه  چې د دغه ښارګوټي دوهمه قطعه ځمکه چې ۳۵.۶ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی او متصرفین مکلف دي چې یاده شوې ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، د هغه ولایتي تخنیکي هیئتونه او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د اړوندو امارتي ادارو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.