په بغلان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۲۰
.

 د بغلان عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې له ۱۲ دارالوکاله نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه يې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS