په بغلان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د شپږو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۱۳
.

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام دمياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې له  ۶۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارتي پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS