په بادغیس ولایت کې د ۵۰ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۳:۲۵
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۱ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې او د مراجعینو په واسطې یو شمېر وړاندې شوې عریضې، سندونه او مدارک بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او په دې هکله لازم تصمیمونه ونیول شول.  

په دې ناسته کې، یاد شوي هیئت د یاد ولایت د مقر ولسوالۍ په خاک کاکړ ساحه کې کابو ۵۰ جریبه للمي ځمکه چې د دغې ساحې د رحمت زیو او یوسف زیو قومونو تر دعوا لاندې وه، د یادې ساحې د امارتي توب په اساس د دعوا د لورو له اقرار څخه وروسته، استرداد کړه او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS