په بادغیس ولایت کې د ۱۵۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۹ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
دغه راز یاد شوي هیئت د دغه ولایت د دوو تنو اوسیدونکو په واسطې په بند میده قل ساحې کې د عامه څړځای یو اندازه ځمکې د پلورلو په اړه د یاد ولایت د مرکز د قلعه نو د یو تن اوسیدونکي عریضه بحث او بررسۍ لاندې ونیوله او د دعوا له لورو څخه یې د استعلام په ذریعه د معلوماتو غوښتنه وکړه.
د دعوا لورو د استعلام په ځواب کې له یادې ځمکې څخه د ۱۵۰ جریبه ځمکې په امارتي توب اعتراف وکړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې هیڅ ډول مالکانه، د کښت، د تاسیساتو جوړولو او د پېر او پلور ادعا نه کوي او د نور مالدارانو د ګټې اخیستنې خنډ هم نه ګرځي. هیئت یاده شوې ځمکه استرداد کړه او د کرنې ریاست ته یې وسپارله.