په اتو ولایتونو کې۱۰۲۱ تنو ته حقوقي برنامې وړاندې شوې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۴۹
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په اوه  نورو ولایتونو کې ۱۰۲۱ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې چې د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د شنبې  په ورځ د مرکز په ګډون په جوزجان، غور، کونړ، سمنګان، لوگر، هلمند او نورستان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS