پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۲۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۹:۳۰
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت عنابې ولسوالۍ ته سفر وکړ د دغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مقاماتو سره یې وکتل. په دغې کتنه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه بحث او خبرې وشوې.

ورپسې تخنیکي هیئت د امارتي ځمکو د تثبیت استرداد په منظور د دغه ولایت میرانشاه او عنابې کلیو ته ولاړ او د ساحو په بررسۍ سره، د میرانشاه قریه د سفید په ساحه کې ۶.۳۴۹ جریبه ځمکه او د عنابې په کلي کې یې ۱۵.۴۲۷ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS