پنجشیر ولایت کې څه دپاسه ۱۴ جریبه غصبي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۱۷
.

د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د روژې د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د غصب شویو ساحو د تثبیت او تشخیص په موخه د یاد ولایت پريان ولسوالې ته سفر وکړ.

دغه هیئت د یادې ولسوالۍ له ولسوال او نورو سیمه ییزو مسؤولینو سره وکتل او په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د جوړیدلو په اړه معلومات ورکړل او د یادې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې له دغه هیئت سره همکاري وکړي.

وروسته یاد هیئت د پريان ولسوالۍ نودانک ساحې ته ولاړ او د دغي ساحې په بررسۍ سره یي ۱۴،۳۵ جریبه ځمکه غصبي تثبیت او تشخیص کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS