پنجشیر ولایت کې څه باندې ۱۷۰ جریبه ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۵:۲۴
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړي د ‍ ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په موخه د یاد ولایت پریان ولسوالۍ ته روان شو.

تخنیکي هیئت لومړی د پریان ولسوالۍ له ولسوال، د امنیې قوماندانۍ له پرسونل او د دغې ولسوالۍ نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون جوړیدلو او د سیمه ییزو ادارو د مسؤلینو همکارۍ په اړه له هغوی سره بحث او خبرې وکړې.

وروسته تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ د دلدل دښتې ساحې ته روان شو او ۹۱.۱۵ جریبه سپینه امارتي ځمکه او ۷۹.۴۱ جريبه غصب شوې ځمکه تثبیت او سکیچ کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS