پنجشیر ولایت کې د نږدې ۷ جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۴:۲
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت رئیس او غړو، د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د غصب شویو ساحود تثبیت او تشخیص په موخه د یاد ولایت عنابې ولسوالۍ ته سفر وکړ او په دې ولسوالۍ کې يې نږدې ۷ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه تشخیص او سکیچ کړه.

تخنیکي هیئت لومړی د عنابې ولسوالۍ د تاواخ کلي له اوسیدونکو سره وکتل او د یاد کلي اوسیدونکو ته یې په مرکز کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د هغه تخنیکي هیئتونو د رامنځته کیدو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته هیئت د یادې ولسوالۍ د تاواخ کلي دشتک ساحې ته ولاړ او په دې ساحه کې ۶.۹ جریبه غصب شوې ځمکه تشخیص، کروکي او سکیچ کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS