پروان ولایت کې ۶ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۵:۶
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې د هیئت د نوبتي ناستې جوړولو سره، ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ له ختیځ خم کلان سیمې څخه لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې، ۱۸۷۲ کادسترې قطعه بررسي شوه، او د هغې حدود او د جي پي اس ټکې تعیین شول. پایله کې د یادې قطعې ۶ زره جریبه ځمکه او سیند ته نږدي ۵۰۰ جریبه نوره ځمکه چې کادستري قطعې کې شامله نه ده، امارتي تشخیص او تثبیت شوه. په یاده ځمکه کې د غاصبینو لخوا کورونه، سړې خونې او کروندې جوړې شوې او د ځینو استفاده ګرو اشخاصو لخوا ځمکې پر خلکو پلورل شوي دي.

دغه راز یاد هیئت دغه ولایت کې د ۳ اشخاصو لخوا د یو اندازې ځمکې له غصب څخه هم مخنیوی وکړ. دغو اشخاصو غوښتل چې ځمکه د کښت او کرنې له پاره غصب کړي.

په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت  له ځینو سیمو څخه په دغه ولایت کې لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې، د صبرۍ ولسوالۍ له ښاروالۍ سره ددغې ولسوالۍ د ۳۰۵ جریبه امارتي ځمکې د قرارداد او د خوست ښار د حمام مارکيټ په اړه بحث او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په دغې ناسته کې د یو شخص د ۴۲۰ جریبه تبادله شوې ځمکې په اړه بحث او پریکړه وشوه چې دغه موضوع دې کمېسیون ته راجع شي. دغه راز د خوست د کاروان سرای د ۶ جریبه ځمکې موضوع هم ددغې سیمې د مالکانو سره له بحث څخه وروسته کمېسیون سره شریکه شوه او دغې برخه کې لارښوونه واخیستل شوه.

دغه راز یاد هیئت، کاروان سرای سیمې ته ولاړ او ۱۰ جریبه غصب شوې ځمکه یې له غصب څخه آزاده او امارتي تثبیت کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS