پروان ولايت کي څه دپاسه ۳۸۹جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هیئت د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت د بګرام ولسوالې د خم کلان سیمه اړوند نکاح خیل کلي ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په برخه کې، عملي اقدامات ترسره کړل.
یاد شوي تخنیکي هیئت په دغې ساحه کې د ۳۸ تنو غاصبینو پر کورونو او زراعتي کروندو خپل بررسي ترسره کړې چې د بررسۍ په ترڅ کې ۳۸۹.۵۱۱ جریبه ځمکه امارتي تشخيص او تثبيت کړي. غاصبینو ددغې ساحې د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کړې او ځینو هم ځمکې پلورلې.
دغه راز تخنیکي هیئت ددغې ساحې د تصفیه له پاره د غاصبینو جدول جوړ کړ او د ۱۸۲۷ کدستري قطعې ختیځې پولې یې هم معلومې کړلې .