هرات او پنجشیر کې نږدې ۱۶۶۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۱۱
.

د پنجشیر ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت عنابه ولسوالۍ ته ولاړ او ۱۳.۳ جریبه ځمکه يې ددغې ولسوالۍ په زمان کور کلي کې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت، ددغې ځمکې اسکیچ، مساحت او حدود واخیستل. دغې ځمکه کې د سیند د غاړې هوټلونه، دوکانونه، نانوايي او بڼونه شامل دي.

په همدې حال کې د هرات ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د کرخ ولسوالۍ د پهلوان پیري سیمې د ۵۱۳ قطعې سندونه چې مساحت يې ۱۶۴۵ جریبه دی، بررسي شول.

.

د سیمې خلکو ومنله چې ددغې قطعې ځمکه امارتي ده او په نقشو کې هم امارتي سروې شوې ده. د رباط سرخ سیمې د اوسیدونکو سندونه هم وغوښتل شوو او له یادو اوسیدونکو سره خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې له اړوندو ادارو څخه دغې برخه کې معلومات وغوښتل شي.

یاد هیئت ددغه ولایت د انجیل ولسوالۍ د مغل بچه سیمې له اوسیدونکو سره لیدنه وکړه او د هغوی سندونه يې ترلاسه او بررسي کړل. په پایله کې مشخصه شوه چې دغې سیمه کې ۱۴ قطعې له ۱۳۵۷ کال څخه کلونه مخکې امارتي ثبت دي او مساحت يې کابو ۹۳۰.۹۸ جریبه دی. دغه راز دښتي سیمه چې نږدې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه رانغاړي د هغوی ماليې ورکوونې کې نه ده. هيئت پریکړه وکړه چې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په تړاو چې هغوی يې د مالکیت ادعا لري، له اړوندو ادارو څخه معلومات وغوښتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS