نیمروز ولایت کې څه باندې ۵۰۰۰ جریبه امارتی ځمکه تثبیت او تفکیک شوه
د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د چهاربرجک ولسوالۍ شمال کې دکدیله ساحې ته ولاړ او د امارتي ځمکو د تثبیت برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.
یاد شوي هیئت ۵۰۷۲ جریبه امارتي ځمکه په دغې ساحه کې تثبیت او تفکیک کړه او متصرفین یې د هغوی د سندونو د بررسۍ په موخه د دغه ولایت د کرنې ریاست ته وغوښتل.
