ننګرهار ولایت کې ۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۶
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت سرخرود ولسوالي ته سفر وکړ او د کاریز ګړوم سیمې په خیر آباد کلي کې ۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. د یادې ځمکې په ځینو برخو کې د غاصبینو لخوا کورونه جوړ شوي دي.

یاده هیئت د سیمې اوسیدونکو ته ټینګار وکړ چې په امارتي غصب شوو ځمکو کې له ودانیز کارونو څخه ډډه وکړي. دغه راز یاده هیئت د ولسوالۍ امینه قوماندان ته توصیه وکړه چې یاده سیمه کې د کور له جوړولو څخه مخنیوي وکړي.

په همدې حال کې، د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د قلعه نو ښار چشمه جد کې ۵۷۴۰ متر مربع د اوبو وړل شوې ځمکه چې په اړ يې د جمهوریت دورې درېګونو محکمو پریکړه صادر کړې وه، تثبیت شوه. یاده ځمکه د غاصبینو تصرف کې وه او هیئت هغه بررسي کړه او له تثبیت څخه وروسته د قلعه نو د ښاروالۍ ریاست ته وسپارله.

یاد هیئت د سنګ آتش ولسوالۍ د پسته لیق ځنګل داخل کې د ۲۵۰۰۰ جریبه ځمکې او د مقر ولسوالۍ تیمور بلاغ کې د ۳۰۰ جریبو له متصرفینو څخه چې مخکې تثبیت شوې وه ژمنه واخیسته چې، وروسته له دې به عامه مرعی ځمکې توک شکني نه کوي.

1

پردې سربېره، د پکتیا ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ګردیز ښار کې له ورزشي کمپلکس څخه لیدنه وکړه او د هغه له متصرفینو څخه يې وغوښتل چې د یادې ځمکې د تثبیت او د هغه د غاصبینو په معلومولو برخه کې له هیئت سره همکاري وکړي.

یاد هیئت ټینګار وکړ چې عملي کار به ډیر ژر پیل شي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې امارتي ځمکې غصب کړي. هیئت ددغه کمپلکس د جي پي اس ټکي واخیستل او متصرفینو ته يې استعلام ورکړ ترڅو ځواب يې هیئت ته يې وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS