ناروې ته د عدليې وزارت سرپرست وزير د سفر لاسته راوړنې
د ۱۴۰۰ ش کال د دلوې مياشتې له دريمې تر شپږمې نېټې پورې د افغانستان د اسلامي امارت په يو لوړ پوړي هيئت کې چې مشري يې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اميرخان متقي په غاړه وه د عدليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي صاحب هم ګډون درلود.
دا سفر چې د افغانستان د روان وضعيت لپاره خورا ډېر مهم و او د نړۍ د سترو هيوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو یو لړ مهمو موضوعاتو پرسر خبرې پکې وشوې له يولړ لاسته راوړنو سره پای ته ورسېد.
په دې سفر کې د افغانستان اسلامي امارت استازي وتوانېدل چې نړۍ ته د اسلامي امارت په اړه د ښو اړيکو او ګډ تعامل په اړه ډاډ ورکړي او د هغوی اندېښنو ته معقول او منطقي ځواب ووايي.
د عدليې وزارت سرپرست وزير د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي، د قطر، بريتانيا، ناروې، جرمني، اټاليا، فرانسې او د اروپايي اتحاديې له ځانګړو استازو سره په ګډه ناسته کې د ناروې په پلازمينه اوسلو ښار کې وليدل او د افغانستان د اسلامي امارت د تګلارې په اړه يې هغوی ته توضيحات ورکړل.
هغوی چې د اسلامي امارت د نظام په اړه بېلابېلې اندېښنې لرلې او د بشر د حقوقو، د مېرمنو د زده کړې، کار او حقوقو، د ټول شموله نظام او ځينو نورو موضوعاتو پر سر نيوکې لرلې د عدليې سرپرست وزير يې په اړه بشپړ توضيحات او مقنع دلائل وويل تر دې چې په ډېرو مواردو کې هغوی د خپلې بې ځوابۍ اقرار وکړ او ډاډ يې هم ترلاسه کړ.
دا ډول سفرونه چې د افغانستان د ودانولو او له نړۍ سره د اړيکو رغولو په پار خورا ډېر ارزښت لري، له همدې امله د اسلامي امارت استازو هم په غونډه کې له چمتووالي سره مسؤلانه ګډون وکړ او د دا ډول غونډو دوام يې د نړۍ او د افغانستان په ګټه وبللو.
ياد هيئت د دې سفر په ترڅ کې د افغان شخصيتونو سره هم وليدل او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، هيچا ته په افغانستان کې د اوسېدو مانع او خطر نشته او ژمنه يې وکړه چې اسلامي امارت به د دوی د مال، ځان او عزت ساتنه د يو مسؤل نظام په توګه کوي.
