له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د قزاقستان جمهوریت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت همکارۍ زیاتوالی مومي

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۰:۳۹
.

د هېواد د عدليې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د قزاقستان جمهوریت له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مرستیال بیتینکوف الژاس ابایولي، په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر علیم خان انګاروویچ یسین ګیلدییف او ملګری هیئت يې نن شنبه د لیندۍ په ۲۳ نېټه د خپل کار په دفتر کې حضور ته ومنل. دغه کتنه له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه کې وشوه.

د عدليې وزیر د قزاقستاني هیئت حضور ته د هرکلي په ترڅ کې وویل چې د افغانستان دولت پخوا له اداري فساد سره د مبارزې له بین المللي میثاق سره یوځای شوی دی او هغه يې په پارلمان کې تصویب کړی دی. هغه دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د دولت تقنیني سندونه توضیح کړل او ويې ویل چې په هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د دولت اراده جدي ده.

.

د هېواد د عدليې وزیر وویل چې له اداري فساد سره د مبارزې قانون، د اداري فساد د جرمونو له اطلاع ورکونکو څخه ملاتړ قانون، د جزا کود، د دولتي مقاماتو د شتمنیو د اشاعې قانون، د پیسو د سپینولو د مخنیوي قانون او له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي د هغو سندونو له جملې څخه دي. چې د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې له بین المللي میثاق په رعایتولو سره هغه برابر او وروستی کړي دي. هغه زیاته کړه چې د دې ترڅنګ د افغاستان د جمهور رئیس په مشرۍ د قانون د واکمنۍ د عالي شورا رامنځته کول له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د حکومت مشرتابه د جدي ارادې له بیلګو څخه دي.
هغه دغه راز وویل چې د غیر قانوني شتمنیو د اعادې مقرره هم یو له نورو سندونو څخه دی چې له مونږ سره له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې مرسته کوي او دغه مقرره په ډیر لند ممکن وخت کې د تصویب په منظور د هېواد کابینې ته لېږل کېږي.

.

د عدليې وزیر، ناامني او تروریزم په هېواد کې اداري فساد د زمینې برابرونکي وبلل او له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې يې د دولت د جدي ارادې خبره وکړه. هغه دغه راز، په قوانینو کې اصلاحات او هم د دولت د قضایاوو، حقوقو، د سیاسي ګونډونو او ټولنو د سمون او ثبت او د معاملو د لارښوونې او د حقوقي مساعدتونو د ادارو او د دې وزارت د اصلاح د مرکزونو په سرچینو او کاري جوړښتونو کې اصلاحات له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د عدليې وزیر له اقداماتو څخه یوه برخه وبلله. د عدليې وزیر زیاته کړه: لیوال دی چې له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د نورو هېوادونو له تجربو څخه ګټه واخلي.

د قزاقستان جمهوریت له اداري فساد سره د مبارزې ادارې لومړي مرستیال ښاغلي الژاس ابایولي، سیمه ییز امنیت او ټیکاو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مهم وبلل او په افغانستان دکې له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې يې هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. ښاغلي ابایولي له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل قوانینو او برنامې د عدليې وزیر ته توضیح کړې او ويې ویل چې د قزاقستان جمهوریت په روان کال کې له فساد سره د مبارزې ادارې په رامنځته کولو سره له فساد سره مبارزه منسجمه کړې ده.

ښاغلي الژاس ابایولي د هېواد د عديې له وزیر سره له کتنې څخه هرکلي په ترڅ کې له فساد د مبارزې پورې اړوند سندونه مادې چې د قزاقستان جمهوریت د هغو له مخې عمل کوي، د هېواد د عدليې وزیر وسپارلې چي د هغو په باره کې خپلې نظريې او وړاندیزونه شریک، د عدليې وزیر د همغږۍ د رامنځته کولو د تجربو د تبادلې په لاره کې د دغه هېواد د اقدام هرکلۍ وکړ او ويې ویل چې د هېواد تقنیي سندونه په دې برخه کې نورې مادې به هم هغوې سره شریک کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل د امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په کتنه کې د عدلیې وزیر له امیر څخه پر اطاعت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د محرم د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د څلورو زونونو له مسؤولینو سره د یاد وزارت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS