فراه ولایت کې له ۷۰۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۱:۳۰
.

د فراه ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې غلامان سیمې ته په سفر سره ۷۰۸۰.۵ جریبه ځمکه عامه مرعی تشخیص او تثبیت کړه. په یاده ځمکه کورونه، څاګانې او کرنیز تاسیسات جوړ شوي دي.

متصرفینو او ځایي خلکو له پاره د غصب او سیمه کې د نوو تصرفاتو څخه د ډډه کولو په اړه جدي او قانونی لارښوونې صادر شوې.

په همدې حال کې، د میدان وردک ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې له شهرنو ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او ددغې سیمې له اوسیدونکو سره وکتل.

د یاد شوې ښارګوټي مساحت، ۵۸۰ جریبه ځمکه چې ټوله امارتي ده او د ځینو اشخاصو لخوا غصب شوې دي.

یاد هیئت ددغې سیمې یو شمېر غاصبینو مشخص کړل او ځایي خلکو ته لارښوونه وکړه چې د محکمې تر وروستې پریکړې دغې سیمه کې له هر راز تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

پر دې سربېره، د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دوه یمه ناحیه کې د ۳۰۰ نمرو په تړاو د ښاروالۍ ریاست وړاندیز پکې بررسي شوه.

یاد هیئت ددغه ولایت ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې دوه یمه ناحیه کې پاتي نمرې، د آویزلرونکو شمېر او د نمرو د مستحقانو شمېر مشخص کړي.

د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور جوړه شوه او د تېرې اوونۍ د غونډې راپور پکې وړاندې شو. دغې ناسته کې، د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د امارتي املاکو له غاصبینو سره لیدنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS