غور ولایت کې د معاملو د لارښوونې او موټر پلورنځۍ له ۶ دفترونو څخه نظارت وشو
د غور ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد ابراهیم سلطاني په مشرۍ او د ښاروالۍ، مستوفیت د استازو او ددغه ولایت دعدلیې ریاست د انسجام آمر په ګډون موظف هیئت، د جمادي الاول میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه ولایت د فیروز کوه په دوه یمې او درېیمې ناحيو کې د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورنځۍ ۶ دفترونه نظارت او بررسي کړل.
ددغو بررسیو په پایله کې مشخصه شوه چې ټول یاد دفترونه د فعالیت جواز او نورو اړوندو سندونو درلودونکي دي خو په کارونو کې يې ځینې نیمګړتیاوې لیدل کېږي.
یاد هیئت، له دغو موټر پلورنځیو او د معاملو لارښوونو څخه د هغوی یو شمېر، د غیرمنظم او غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړلې.
