عدلیې وزارت مسلکي معين د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۰
.

د عدلیې وزارت مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او خلکو ته  د دغه ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د پکتیا ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولیونو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز مؤظف پلاوي د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS