عدلیې وزارت خپلو کارکوونکو ته دیني او اداري روزنیز پروګرامونه په لار واچول
عدلیې وزارت ۱۵۲ اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دیني، اداري او سواد زده کړې روزنیز پروګرامونه پیل کړل.
چې د "دیني دورې" په پروګرام کې د یاد وزارت ۶۰ تنه کارکوونکي، د اداري اجراآتو په پروګرام کې ۶۷ نوي ګمارل شوی کارکوونکي او د سواد زده کړې په پروګرام کې د دغه وزارت ۲۵ تنه خدماتي کارکوونکي ګډون لري.
په دې کورسونو کې د عدلیې وزارت پیژندنه، د اداري مکتوب لارښوونې، د ادارې او مدیریت اصول او نور موضوعات د عدلیې وزارت کارکوونکو ته ورښودل کیږي.
همدارنګه د عدلیې وزارت د خپل خدمتي کارکوونکو لپاره د زده کړې پروګرامونه د پوهنې له وزارت سره د یوې هوکړې له مخې په کار اچولي، چې په پایله کې به یې دوی ته زده کړې ورکول کیږي .
