شپږو ولایتونو کې د تخنیکي هیئتونو د غونډو او عملي کارونو ترسره کیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۵

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د دایکندي، پکتیا، لغمان، ارزګان، قندوز او بامیان ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونوخپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي او په دغو ولایتونو کې يې له غصب شوو سیمو او ځمکو څخه لیدنه وکړه.

1

د دایکندي ولایت د ځمکي د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د چو سیا بادام، زنبورخان (ګرګ کشته) او د سل بستره روغتون ترشا سیمو کې له درې قطعو ځمکو څخه لیدنه وکړه. یاده سیمه د ځینو اشخاصو له لوري تصرف شوې ده. یاد هیئت دغو سیمو کې خلکو ته استعلام ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د شنبې تر ورځې خپلو سندونو سره د کرنې ریاست ته مراجعه وکړي.

.

د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت غونډه کې د یو عملي پلان د طرحې په اړه د هیئت د غړو نظرونه واخیستل شول او د دوشنبې ورځې له پاره یو جامع پلان ترتیب شو.

د لغمان ولایت تخنیکي هیئت په بصرام سیمه کې د شهید حبیب الرحمن له لیسې څخه چې پوهنې وزارت پورې تړاو لري، لیدنه وکړه. دغه ځمکه چې مساحت یې ۱۳۵ جریبه دی د ملکیتونو په کتاب کې ثبت او راجستر ده او د افرادو لخوا غصب شوې ده. یاد هیئت د ځمکې حدود او نقاط له نږدې بررسي کړي او له هغو غاصبینو څخه چې په دغې ځمکې یې کورونه جوړ کړي، وکتل او له هغوی څخه يې سندونه وغوښتل.

.

د ازګان ولایت تخنیکي هیئت هم خپل غونډې جوړې کړي او په دغه ولایت کې یې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه. یاد هیئت د پوهنې ریاست اړوند ابتدايه ښوونځي له غصب شوې ځمکې څخه لیدنه کړې او غاصبینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه هیئت د ترینکوټ ابتدایه ښوونځي موضوع د امارت په ګټه فیصله کړي. د عیدګاه دښتې سیمې باندې کار چې د خلکو له لخوا غصب شوې یوڅه پرمختګ کړی او نهايي پریکړه یې ډېر ژر اعلامېږي. دهراوود ولسوالي کې هم د یوې دښتې دوسیې باندې کار روان دي.

1

قندوز ولایت کې د کرنې رییس په لارښوونې د قلعه ذال ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې له غصب څخه مخنیوی وشو او دغې سیمې جوړ شوي دیوالونه ونړول شول او غاصبیین به يې عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شي.

د بامیان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه او په کې پریکړه وشوه چې لومړی د امارتي ځمکو لیست ترتیب شي ترڅو له هغه سره سم تصمیم ونیول شي. په دغې ناسته کې له ادارو څخه وغوښتل شول چې خپل غصب شوي ملکیتونو جدول بندي کړي او تخنیکي هیئت ته يې وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS