زابل او کندهار ولایتونو ترمنځ پوله مشخصه شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۳:۱۸
.

د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د مرکزي کمېسیون د لارښوونې پر اساس د کندهار او زابل ولایتونو ترمنځ د پولې د تعیین په منظور د دغو دوو ولایتونو ترمنځ سرحدونو ته سفر وکړ.

یاد هیئت د زابل او کندهار ولایتونو له والیانو سره په کتنه کې د دغې موضوع په اړه په مفصل ډول خبرې وکړې.

دغه راز د زابل ولایت تخنیکي هیئت د کندهار ولایت له تخنیکي هیئت سره ناسته جوړه کړه او دواړو لورو د یادو شویو ولایتونو ترمنځ د پولې د تعیین په اړه خبرې وکړې.

یادو شویو هیئتونو د زابل ولایت د اطغر، شملزائي، سوري او شینکۍ ولسوالیو او د کندهار معروف او ارغستان ولسوالیو کې د داوړو ولایتونو ترمنځ پولې له جي پي اس ټکو سره سم مشخصې کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS