راستنېدونکو کډوالو سره په عدلیې وزارت کې د ثبت شویو اتحادیو او خيريه بنسټونو د مرستو بهیر دوام لري

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۲۲
.

د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري کمپ کې چې، تازه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره جوړ شوی دی، د ۳ اتحادیو او ۷ خيريه بنسټونو له لوري د مرستو لړۍ دوام لري.
په دغو مرستو کې د ننګرهار ولایت د ډاکټرانو اتحادیې په واسطه په وړیا توګه د ناروغانو درملنه، د تورخم کلینيک لپاره د درملو پلورونکو اتحادیې له لورې د درملو ۴۸ کارټنه ځانګړي کېدل، د معاملاتو لارښوونې له لورې د کورونو د کرایو کمښت یا معافیت لپاره هڅې، د ننګرهار زون مدافع وکيلانو له لوري په وړیا ډول د حقوقي مشورو وړاندې کول او له زرګونه کورنيو سره هره ورځ د خوراکي توکو او د څښاک صحي اوبو مرستې شاملې دي.
دا مرستې به تر هغه دوام ولري تر څو چې، د کډوالو د راستنېدو او ټول کډوال د هغوی ځای پر ځای کېدو بهیر بشپړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS