د یوناما له استازی سره د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس لیدنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۷

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس، مولوي صاحب فاتح الله فاتح، د ۱۴۰۰ د کب ۱۶ د دوشنبې په ورځ، د ختیځ زون لپاره د یوناما دفتر د بشر د حقوقو له مسؤول سیل ویستر سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس د دې ریاست د کاري ساحې په هکله هغه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل چې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د څلورو آمریتونو لرونکی دی چې د هر یوه کاري ساحه توپیر لري.
د یوناما استازی د بشر د حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو، انساني آزادیو او نورو موضوعاتو په برخه کې ځینې پوښتنې مطرح کړې چې د ښاغلی فاتح له لوري د خپل کاري ساحې په حدود کې معقول او منطقي ځوابونه وړاندې شول.
د عدلیې رئیس وویل چې د واقعي عدالت د تأمینولو په منظور د ښځو په حقوقو پورې اړوند په ټولو قضیو کې چې د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوي دي، له شریعت او د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره سم پرېکړه شوې ده او د اسلامي امارت ټول مسؤولین د ښځو د حقوقو په هکله د امیرالمؤمنین وروستۍ فرمان ته، ژمن دي.
په دې لیدنه کې، د یوناما استازی له اسلامي امارت او د افغانستان خلکو سره د مرستې او همکاري ژمنه وکړه نوموړي وویل چې یوناما له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکار دی او له اوسنۍ نظام سره تعامل او همکارۍ ته ژمن دی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۵:۲۳
Background image

په پروان ولایت کې ۶۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت، د محرم الحرام د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د غصب شويو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د غوربند سياه ګرد ولسوالۍ ته سفر وکړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت د تشو بستونو د رقابتي ازموینې له بهیر څخه د یاد وزارت د اداري معین څارنه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د محرم الحرام د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد وزارت د انسجام عمومي ریاست د څلورو تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړېدل

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، محرم الحرام د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي امرالله مصلح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS