د کړوخیل قومو له مشرانو او مخورو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د رئیس کتنه
د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د کړوخیل قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت غړو هم حضور درلود او له هغوی سره یې د هغو په تصرف کې د ځمکو په اړه، په کې بحث او خبرې وشوې او له هغوی څخه يې د هغو په تصرف کې د ځمکو شرعي سندونه او قبالې وغوښتلې ترڅو د دغه کمېسیون لخوا بررسي شي.
