د کنړ ولایت په یو ښوونځي کې د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامې جوړول

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۵۴
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرورې ولسوالۍ د چنار د کلي د نارینو په یو ښوونځي کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د یاد ښوونځي ۳۳۰ تنو زده کوونکو ته د مخدره توکو د استعمال د زیانونو، د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښوونکو د حقوقو، د نبوي اخلاقو او له نبوي سنت سره سم د صورت او سیرت د اصلاح په اړه پوهاوی ورکړل شو او هغوی د نیکې رویې درلودلو او دغه راز بښنې او نرمښت ته وهڅول شول.

د یاد ښوونځي مسؤلینو او ښوونکو د دغې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه ډول برنامو د جوړیدو غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS