د کنړ ولایت له موټر پلورنځیو څخه لیدنه او نظارت ترسره شو

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۰:۲
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ د کنړ ولایت د مرکز په اسعدآباد ښار کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.

یاد شوي هیئت د یادو موټرپلورنځیو سټې او د ثبت کتابونه بررسي کړل او د ځینو نیمګړتیاو د لري کولو په منظور یې هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

دغه راز یاد شوي هیئت یو شمېر انځورونه چې  د اسلامي امارت د پالیسۍ په خلاف په ځینو موټرپلورنځیو کې ځړول شوي وو، لري کړل او د یادو موټرپلورنځیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې  د اسلامي امارت د پالیسۍ په خلاف د انځورونو، چارتونو او لوحو له لګولو او د غیر رسمي سټو له کارولو څخه ډډه وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS