د کنړ ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د اتحادیو او خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۱:۳۴
.

د کنړ ولایت د عدلیې رئيس مولوي روح الله روحاني د جماديالثاني د مياشتې په ۸ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د یاد ولایت د اتحادیو او خيریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره د یاد رياست په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې د عدلیې رئيس ټینګار وکړ چې د اتحادیو او خيريه بنسټونو مسؤولين دې په خپلو کاري اجراآتو کې له خلکو سره ښه چلند وکړي، پرته له جواز څخه او په غير قانوني توګه فعالیت ونه‌کړي، د عدلیې له رياست سره د خپلو فعاليتونو راپور شريک کړي او خيريه بنسټونه دې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

دغه راز په دې کتنه کې د اتحاديو او خيریه بنسټونو مسؤولینو هم خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې عدلیې ریاست یې د حل په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS