د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۳۶
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د یاد هیئت د سکرتریت لخوا ځیني موضوعات او لیکوونه وړاندې شول او د غاصبینو د شهرت، د غصب شوې ځمکې د ډول او په کې جوړ شوي تاسیسات او د یادو ځمکو د بېي د جدول جوړولو په تړاو د کمېسیون د لارښوونې د تطبیق په منظور یو ټیم تعیین شو.

په همدې توګه په یاد ناسته کې پریکړه وشوه چې د ولسوالیود املاکو مدیران راتلونکې غونډې ته وغوښتل شي او هغوی ته د امارتي ملکیتونو د ساتنې په اړه لارښوونه صادر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS