د کنړ ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۵۱
.

 د کنړ ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو د دواړو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لازیاتې پیاوړتیا په موخه د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ یوه ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د کنړ، عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني او د دغه ریاست نورو مسؤولینو او د یاد ولایت د استیناف محکمې رئیس حضور درلود.

په دې ناسته کې د کنړ ولایت د عدلیې رئیس په استیناف محکمه کې د امارت د قضایاوو اړوندو دوسیو د اداري پړاوونو تېرولو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د استیناف محکمې رئیس او مسؤولینو په دې هکله ډاډ ورکړ.

دغه راز دواړو لورو د عامه او امارتي ملکیتونو د تثبیت په منظور دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر لازیاتې پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS