د کندوز ښار د هدیرې ۵۰۰ جریبه ځمکې موضوع د هیئت بررسۍ لاندې ونیول شوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۵:۷
.

د کندوز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو، د کندوز والي او د آلچین بلوڅو د کلي اوسیدونکو په حضور سره د ولایت په مقام کې جوړه شوه او پکې د کندز ښار د هدیرې ۵۰۰ جریبه ځمکې موضوع په اړه چې د یادو اوسیدونکو لخوا په زور غصب شوې بحث وشو.

یاده شوې ځمکه پخوانې نظام کې د ځمکو له ادارې څخه حج او اوقاف ته د مړو د تدفین په منظور لېږدول شوې وه چې د آلچین بلوڅو د کلي د اوسیدونکو لخوا غصب شوې ده.

تخنیکي هیئت په دغې ناسته کې د کمېسیون او امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل او د شریعت له مخې د غصب پایلې بیان کړې. د کندوز والۍ له هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو پر اطاعت يې ټینګار وکړ.

.

په دغې ناسته کې د آلچین بلوڅو د کلي اوسیدونکو ساحه کې د کورونو جوړول د خپل اړتیا پر بنسټ یاد کړل او ويې ویل چې ډیر لګښتونه يې کړي او د خپل کورونو د نه ویجاړېدو غوښتونکي شوو.

هغوی وړانديز وکړ چې هدیره بل ځای ته ولیږدول شي او حاضر دي چې د خپل متصرفه ځمکو بيې ورکړي.

تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې موضوع له مرکزي کمېسیون سره شریکه شي ترڅو په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS