د کندوز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د کندوز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۲۴مه نېټه شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس، قاري فراح الدين محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د کندوز ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو اړینو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، په دې ناسته کې د کندوز ولایت د عدلیې ریاست اجراآتو په اړه د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې رياست د استول شوي راپور په اړه هم خبرې وشوې او د عدلیې رئیس د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلې کاري نيمګړتياوې حل کړي.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په موخه وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
