د کندهار ولایت له دارالتادیب څخه ددغه ولایت د عدليې رییس لیدنه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۰
.

د کندهار ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي نور آغا هاشمي د جمادي الثاني میاشت په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د ماشومانو له دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

دغې لیدنه کې چې د یاد ولایت د دارالتادیب آمر هم حضور درلود، د عدليې رییس د ماشومانو د دارلتادیب له امنیتي، روغتیايي، خوړو، ښوونیزې او لیليې برخو څخه نظارت وکړ او ددغه آمریت ټولې چارې یې تر ارزونې لاندې ونیولې.

دغه راز نوموړي د چارو د لا ښه والي په منظور اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS