د کندهار ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت د ماشومانو له دارالتادیب څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۴:۵۵
..

د کندهار ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي نور اغا هاشمي او ورسره مل پلاوي د ربیع الاول میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د ماشومانو له دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د عدليې له رییس سره د دارالتادیب امر، د امارت د قضایاو امر او د حقوقو مدیر ملګري ول.

د عدليې رییس او ورسره مل پلاوي په دغې لیدنه کې د یاد دارالتادیب د لیلیې له امنیتي، روغتیايي، خوراکي، او د زده کړې له برخو څخه نظارت ترسره کړ او د دغه امریت چارې یې ارزیابي کړې.

دغه راز د عدليې رییس د چارو ښه والي په منظور اړونده مسوولانو ته لازمې لارښوونې ورکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS