د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د حقوقو مدیر معرفي شو

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۱:۱۷
.

د کندهار ولایت د عدليې ریاست یو پلاوي  شاه ولي کوټ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ د حقوقو نوی مدیر معرفي کړ.

د کندهار د عدليې رییس د لارښوونې پر اساس  مولوي سخي جان د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د حقوقو مدیر په حیث وټاکل شو چې د صفر المظفر میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د حقوقو آمر او د مسلکي مدیر لخوا  کارکوونکو او مسوولینو ته معرفي شو.

په یادو مراسمو کې د کندهار مسوولینو او د عدلیې رییس سربېره د شاه ولي کوټ ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، قاضي، د امربالمعروف او استخباراتو مسوولینو هم حضور درلود، د حقوقو مدیر ته یې مبارکي وویله او ترڅنګ یې هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS