د کندهار ولایت د دارالتادیب په آمریت کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې د برنامې جوړیدل
د کندهار ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه د کندهار ولایت د دارالتادیب په آمریت کې جوړه کړه.
په دغې برنامه کې، د یاد ریاست د عامه حقوقي پوهاوي مسوول عبدالرحیم عظیمي د اسلامي شریعت له نظره د مور او پلار د حقوقو او د ګاونډیو د حقوقو په اړه دغه دارالتادیب کې سرغړونکو ماشومانو له پاره معلومات وړاندې کړل.
د کندهار ولایت د حقوقي مرستو آمریت، خلکو له پاره د حقوقي پوهاوي ورکوونې د برنامو د جوړلو مسوولیت لري او کله ناکله دغه ډول برنامې خلکو له پاره د پوهاوي ورکوونې په منظور په مکتبونو، د اصلاح په مرکزونو او ځینو عمومي ځایونو کې جوړوي.
